تازه خبر : په ننګرهار کي چاودني پنځه تنه شهيدان کړل

کندهار ورځپاڼه ( ۱۲ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې پنځه کسه وژلي او اووه نور یې ټپیان کړې دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د جلال اباد ښار شیرزي میدان ته څېرمه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي کندهار ورځپاڼي ته وویل، چې په برید کې پنځه کسه شهیدان شوي او اووه نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو، خو دا لا معلومه نه ده، چې ځانمرګی برید و، که چاودېدونکي توکي له ليرې کنټرولېدل. هغه ویلي د پېښې په اړه به نور جزیات وروسته ورکړل شي.

۷۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه