په کابل کې د کرکټ د ۱۹ کلنې ملې لوبډلې تمریناتي کمپ پیل سو.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۳ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه رسنيو ته وویل چې په دغه تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي د فزیکي پياوړتیا، توپ وهنې، توپ اچونې او توپ نیونې په برخه کې زده کړې ترلاسه کړي.
ښاغلی هوتک وايي، د دغه تمریناتي کمپ هدف د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام ته چمتووالی دی چی د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیلېږي.
دغه تمریناتي کمپ تېره ورځ پیل سوی او دوه اوونۍ دوام کوي.

۱۸۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه