تولیدي اقتصاد؛ د ملتونو د بقا راز

ليکوال Ahmed Lodin

ليکنه: مسیر ورځپاڼه.
ښايي دا پوښتنه مو په ذهن کې وګرځي چې ولې د نړۍ ځینې هېوادونه لوړ اقتصاد لري، هر ډول امکانات ورته برابر دي، د ژوند کچه یې لوړه ده، خپلو خلکو ته ان میاشتنی وړیا معاش ورکوي؛ خو ځینې نور بیا داسې نه دي، د ژوند کچه پکې ټیټه ده، ان خپلو وګړو ته ابتدايي خدمتونه هم نه شي برابرولی. د دې توپیرونو لاملونه خدمات او تولیدات دي. یاني هر هېواد چې تولیدات او خدمات ولري، اقتصادي وده به یې چټکه وي چې له همدې امله د خپلو خلکو د ژوند کچه لوړولی شي. خو برعکس هغه هېوادونه چې تولیدات او خدمات نه لري یا یې د تولیداتو او خدماتو کچه ټیټه ده، اقتصادي وده یې کمزورې او په ډېرو حالاتو کې ان د خپلو ابتدايي لګښتونو د پوره کولو توان هم نه شي موندلی. په وروستیو کې د اقتصاد پوهانو تر منځ دا خبره کره شوې ده چې د هېوادونو او ملتونو د اقتصادي ودې او پرمختګ بنسټیز لامل تولیدات دي، تولیدات دي چې د هېوادونو اقتصادي ثبات ساتي، د ژوند کچه لوړوي، پرمختګونو ته لاره پرانیزي او د لا ډېرو خدماتو په وړاندې کولو کې د حکومتونو لاسنیوی کوي. افغانستان چې د تولیداتو برخه پکې په نشت حساب ده، له یو څو ګوتشمېرو تولیداتو پرته ډېر څه نه لري، نو ځکه یې اقتصادي وده ټیټه ده، د پیسو ارزښت یې په بهرنیو مرستو ولاړ دی، اقتصادي ثبات نه لري او خپلو خلکو ته په کافي اندازه کارونه نه شي ورکولی. نو که غواړو چې هېواد مو اقتصادي ثبات ولري، اقتصادي وده یې چټکه وي، وګرو ته په کور د ننه کارونه پیدا شي او د نورو له احتیاجه ووځو نو باید تولیدي اقتصاد ته مخه کړو. تولیدي اقتصاد یاني وطني تولیدات، یانې په کور د ننه د بېلابېلو اړتیا وړ توکو د تولید لپاره کارخانې، فابریکې او نور تولیدي شرکتونه جوړ شي چې اړتیاوې مو را پوره کړي. افغانستان اوسمهال مصرفي اقتصاد لري یانې د خپلې اړتیا وړ توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي، چې دا چاره مو نه یوازې اقتصاد ته سملاسي ګواښ دی تر څنګ یې د بېکارۍ کچه لوړوي، د پیسو ارزښت مو را ټیټوي او بالاخره مو په یو متزلزل اقتصاد تبديلوي چې هېڅ ډول ثبات نه لري. دا چې په ټوله کې تولیدي اقتصاد کومې ګټې لري لاندې یې یادوو:
۱٫ تولیدات، کار پیدا کوي.
څومره چې تولیدي فعالیتونه مخ په لوړه ځي، په هماغه کچه خلکو ته ډېر کارونه پیدا کیږي او د بېکارۍ کچه راټیټېږي. تولیدات مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه زیږوي. د ۲۰۰۵ کال د شمېرو پر بنسټ، تولیداتو د جاپان د اقتصاد ۲۰.۲ سلنه، د جرمني د اقتصاد ۲۳.۲ سلنه او د امریکا د اقتصاد ۱۳.۴ سلنه برخه جوړوله. یادو شمېرو ته په کتو که د امریکا د تولیداتو کچه د جاپان هغې سره برابره شوې وای نو د لوړ کیفیت او لوړو معاشونو ۷ میلیونه نورې دندې يې رامنځته کولای شوې. که یې د جرمني هومره تولیدات لرلی نو ۱۰ میلیونه نورې دندې به يې رامنځته کړې وې. لنډه دا چې تولیدي اقتصاد کاري فرصتونه ډېروي، دندې پیدا کوي او د بېکارۍ کچه په باالقوه توګه راټیټوي.
۲٫ په تاریخي لحاظ، تولیدي اقتصاد تل د پرمختګ او اقتصادي ودې لامل شوی
ناروېژی اقتصاد پوه په خپل کتاب (ولې ځواکمن هېوادونه شتمن او بېوزلي هېوادونه تش لاس پاتې شوي؟) کې لیکي چې په څو وروستيو لسیزو کې د شتمنو هېوادونو د ځواک او اقتصادي پیاوړتیا یوازېنی لامل د با کیفیته او ځواکمن تولیدي اقتصاد رامنځته کول دي. هغه د خپل دلیل په توګه په نوولسمې پېړۍ کې د انګلستان او شلمې پېړۍ کې د امریکا، جاپان، جرمني او روسیې هېوادونو اقتصاد ته اشاره کوي او وايي چې د سیالو هېوادونو په پرتله یې ځکه اقتصادي وده چټکه وه چې تولیداتي برخه یې پیاوړې وه.
۳٫ تولیدي اقتصاد د ځواکمنو هېوادونو د قدرت راز دی
که د نړۍ د ځواکمنو یا سوپر قدرتونو د ځواکمنۍ راز وپوښتئ نو اسانه ځواب یې تر ډېره د تولیدي اقتصاد وده ده. په ټوله کې هغه هېوادونه چې د نړۍ سوپر قدرتونه دي د تولیدي اقتصاد کچه یې تر نورو هغو لوړه ده، نورو هېوادنو ته واردات کوي او له دې لارې خپل تولیدات پر نورو پلوري.
ښايي فکر مو کړی وي، ډېری هغه هېوادونه چې د صنعتي ماشینونو په جوړولو کې لوی لاس لري ترې سوپر قدرتونه جوړ شوي دي. نړیوالې احصائیې ښيي چې تر اتیا سلنې ور پورته صنعتي ماشینونه په هغو هېوادونو کې تیارېږي چې د نړۍ ستر قدرتونه دي. د امریکا متحدو ایالتونو يو وخت د نړۍ ۵۰ سلنه ماشینونه جوړول چې اوسمهال دغه سلنه تر ډېره د چین خوا ته کږه شوې ده.
۴٫ تولیدات د اقتصادي ودې تر ټولو مهم موتور دی
وړاندې یادونه وشوه چې د ځواکمنو هېوادونو د اقتصادي ودې او سوپر قدرت جوړېدو یو راز د تولیداتو وده ده، اوس وایو چې د بېلابېلو ماشینونو او ټکنالوژۍ اړوند توکو صادرول ګټور دي بلکې له بله اړخه له همدې ماشینونو څخه د هېوادونو په داخل کې ګټه اخیستل په خپل ذات کې د اقتصادي ودې اصلي موتور بلل کېږي، ځکه هېوادونه له یادو ماشینونو څخه د بېلابېلو توکو په تولید کې کار اخلي، تر څنګ یې همدا ماشینونه د نورو ورته ماشینونو د اختراع سبب ګرځي چې دا چاره کرار کرار د بېلابېلو نورو تولیداتو سبب ګرځي چې په پای کې د اقتصادي ودې په قوي موتور بدلېږي.
پر دې سربېره د داخلي تولیداتو زیاتوالی له نورو اړخونو هم د ملي اقتصاد له رغېدا او ودې سره مرسته کوي لکه له هېواده د پانګې د وتلو مخنیوی کوي، د عرضې او تقاضا تر منځ د تعادل رامنځته کولو له لارې د تورم یا د بیو د پړسوب امکانات را ټیټوي، حکومتونه د تولیداتو د زیاتوالي او ورته اقتصادي فعالیتونو له لارې د ملي بودجې ستنې لا مضبوطولی شي، له بل لوري د تولیدي اقتصاد له لارې د عامو وګړو په عوایدو کې زیاتوالی راځي چې له امله یې خصوصي سکتور لا ډېرې پانګونې ته زړه ښه کولی شي، بهرني پانګه وال هڅېږي چې په خلاص مټ خپله پانګه هېواد ته راوړي او په بېلابېلو برخو کې یې په کار واچوي. همدارنګه له دې لارې د ګاونډیو او نورو هېوادونو د بندیزونو پر وړاندې مستقل سیاست کولی شو، لنډه دا چې تولیدي اقتصاد د ملتونو د بقا اساس دی، که غواړو له احتیاجه ووځو، بهرنیو ته اړ نه اوسو، ملي بودجه مو د انکشافي او بنسټیزو پروژو پلي کولو لپاره کافي وي نو باید تولیدي اقتصاد ته مخه کړو. د هېوادوالو مسؤلیت دا دی چې داخلي تولیدات تشویق کړي، ویې پېري، تر نورو ورته لومړیتوب ورکړي او حکومتونه ورته ډاډمنه فضا جوړه کړي.

۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه