اندونیزیا غواړي د افغان سولې د پروسې په خاطر د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه جوړه کړي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، اندونیزیا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې د پروسې په خاطر به د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه جوړوي. د سیمه‌ ییزې او نړیوالې اجماع لپاره هڅې او د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه د اندونیزیا د حکومت هغه ژمنې دي چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي ته ‌یې ورکړې دي. د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي وايي، اندونیزیا د افغان سولې له پروسې او په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په پلوي هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی دی. خو ښاغلي خلیلي نه دي ویلي، چې دا غونډه به کله او چېریي جوړه سي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا لوړ رتبه پلاوي د روان کال د نومبر يه میاشت کې د اندونیزیا د جمهور رئیس په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر درلود. له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې په پنځمه نېټه له اندونیزیا څخه لیدنه کړې وه. افغان ولسمشر په ځلونو د اسلامي هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او ورسره مرسته وکړي.

۱۹۶ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه