د لوګر د ازرې ولسوالۍ لار بېرته پرانيستل سوه.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د لوګر ولايت امنيه قوماندان وايي، د لوګر د ازرې ولسوالۍ لار بېرته د خلکو پر مخ پرانيستل سوه.
لوى پاسوال عصمت‌الله علیزي نن چهار شنبه په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، دغه لار چې وسله‌والو طالبانو تړلې وه، پرون تصفيه سوه.
ښاغلی علیزی وايي:
“دغه لار پرون ناوخته بېرته پرانيستل سوه، هغه ستونزه حل سوه. طالبانو به ويل چې له موږ سره بهرنيان نه‌سته، خو بهرنيان له دوى سره وو او په ازرې ولسوالۍ کې يې د طالبانو ملاتړ اعلان کړ.”
د دولت وسله‌والو مخالفینو د ازرې ولسوالۍ او د لوګر د مرکز ترمنځ لار دوه ورځې مخکې تړلې وه.

۸۶ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه