وسله‌وال مخالفین باید له ورور وژنې لاس واخلي.

ibrahmi
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د ولسي جرګې رئيس د دولت له وسله‌والو مخالفینو وغوښتل چې له جنګ او ورور وژنې لاس واخلي.
عبدالرؤف ابراهيمي دا خبره د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا له‌خوا د میلاد مبارک په مناسبت په جوړې غونډه کې وکړه.
ښاغلي ابراهیمي وویل:
“هیله ده دوى له خپلو غیر اسلامي او غیر انساني اعمالو لاس واخلي او د مسلمانو وروڼو او هېوادوالو تر څنګ، سوله‌يیز ژوند پیل کړي.”
د میلاد ورځ د دوشنبې له ورځې راهیسې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو، دیني عالمانو او دولتي ارګانونو له‌خوا د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

۲۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه