د هوايي ډګر د رغونې چارې ٧٠ فيصده بشپړې سوي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د کندز والي وايي، د دغه ولايت د هوايي ډګر د رغونې چارې ٧٠ فيصده بشپړې سوې دي.
اسدالله عمرخېل نن چهارشنبه په يوه وېډيويي پيغام کې وويل، د پاتې کارونو د بشپړېدو هڅې روانې دي.
ښاغلي عمرخېل زیاته کړه:
“پر پاتې ٣٠ فيصده نورو خدماتو کار روان دى. د ميدان ځغاست-ليکه يا رنوې د هر ډول الوتنو لپاره چمتو ده. امنيتي تدابير هم تر يوه حده ښه دي.”
د کندز والي ټولو هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکړ چې کولاى سي په اسانۍ د دغه ولايت له هوايي ډګر څخه استفاده وکړي.
والي وايي، که د کندز هوايي ډګر ته ملکي الوتنې پيل سي، پر لويو لارو به ګڼه ګوڼه هم کمه سي.
له کلونو راهيسې د کندز هوايي ډګر ته يوازې نظامي الوتنې کېږي.

۷۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه