د پاکستاني پوځ افسران په نورستان کې له ترهګرو سره لیدل سوي دي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د نورستان ولایت والي حافظ عبدالقيوم وايي، چې د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د پاکستان ځینې پخواني افسران لیدل سوي دي. نورستان د افغانستان له نسبتا نا امنه ولایتونو بلل کېږي چې له ډېورنډ کرښې سره اوږده پوله لري. عبدالقیوم له رسنيو سره په خبرو کې د بېلګې په ډول د میجر یوسف په نوم یو کس یاد کړی چې د ده په باور په نورستان ولایت کې د طالبانو د اکمالولو مسول دی. د نورستان والي دا مني چې د دغه و لایت په ځینو ولسوالیو کې د القاعدې شبکې اورپکي له طالبانو سره همکاري کوي. د وروستیو څو کلونو پرمهال افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو په اړه ډېر څه نه ویل کېدل او ګومان دا کېده چې ښايي په دغه هېواد کې د القاعده ډلې فعالیتونه ختم سوې وي. خو اوس په افغانستان کې د القاعده شبکې د یوه مشر تر وژل کېدو وروسته، ددغې شبکې د فعالیتونو د تازه کېدو شکونه او اندېښنې ډېرې سوې دي.

۹۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه