په افغانستان کې روان وضعیت او د اصلاحاتو بهیر له نږدې څارو.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې ناټو په افغانستان کې روان وضعیت او همدا راز د حکومت له لوري د اصلاحاتو روان بهیر له نږدې څاري. د نوموړي په وینا په افغانستان کې وضعیت کړکیچن دی خو ناټو د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او د ناټو ځواکونه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږده د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي. دده په وینا د نوې تګلارې له مخې چې کله په افغانستان کې د ناټو سرتېرې ډېرېږي نو پر ترهګرو ډلو فشارونه راوړل کېږي او دغه ډلې به یا سوله کوي او یا به له منځه وړل کېږي.

۱۶۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه