د جوزجان په درزاب کې ۵ تنه داعشیان وژل سوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

7303B9AD-6D4F-45FA-BD29-EAF44EC607B6_w1023_r1_s
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۶ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې پنځه تنه داعش وسله‌وال وژل سوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري رسنيو ته وویل چې دغه عملیات تېره ورځ د درزاب ولسوالۍ په علقاني کلي کې سوي دي.
ښاغلی غفوري وایي، په وژل سویو کې دوه ازبک وګړي هم شامل دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.
د جوزجان چارواکي د دغه ولایت په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې د داعش له فعالیتونو اندېښمن دي، خو وایي راتلونکې میاشت به ښایي د دغې ډلې په وړاندې پراخ عملیات پیل سي.

۱۹۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه