د کندهار په ولایت مقام کي د اداري مجلس نوبتي غونډه ترسره سوه.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۶ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : په کندهار ولایت مقام کې د اداري مجلس نوبتي غونډه د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا په مشرۍ ترسره سوه. په غونډه کې د کندهار والي ترڅنګ، د ولایت مقام اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب، په ټولنیزو چارو کې د کندهار والي مرستیال حاجي آغا لالي دستګیري، د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکرېزوال، کندهار ښاروال انجینر روښان ولسمل او د دولتي اداراتو نورو رئیسانو او مسئولینو ګډون کړی وو.
کندهار والي په خپلو خبرو کې وویل چي سکټوري ادارات باید د انکشافي پلانونو د تطبیق او خدماتو د عرضې پر مهال د خلګو سره له نژدې د تفاهم فضاء پراخه جوړه کړي څو د خلکو د پوهاوي د کچي د لوړېدو سره د دوی د همکارۍ لېوالتیا هم زیاته سي. هغه زیاته کړه چي د کندهار نړیوال هوایي ډګر او کندهار ښار ترمنځ د غځېدلي سړک او ښار په نورو برخو کې د سرسبزۍ چاري باید د بوټو د شنه کېدلو موسم را رسېدو پوري چټکي سي. ښاغلي ویسا دا راز د پوهنیز بهیر په پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چي د پوهنې په برخه کې د د روابطو پر اساس ټاکني په پوهنیز بهیر کې ستونزي ایجادوي.
په غونډه کې دا راز په کندهار کې د عمر ابن الخطاب د جامعې د رغولو په چارو او نورو روانو انکشافي پروژو د ارزیابۍ په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره سول.

۲۰۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه