په کندهار کي د ۳۵۰ بستریز روغتون د احاطوي دېوال د جوړېدو چاري پیل سوې.

24312687_1515376051892287_6421637873556790383_n
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۶ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د پنجشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په داسي حال کي چي د عامي روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او يو شمېر ډاکټران ورسره ملګري وه، د یاد ۳۵۰ بستریز روغتون د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره کښېښوده.
دغه دېوال درې کیلومتره اوږدوالي او دوه متره و شپېته سانتۍ جګوالی لري چي د يو نيوي ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت به د څلور مياشتو په موده کي جوړ سي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ياد دېوال د بنسټ ډبري د ايښودلو پر مهال وويل چي ولايتي ادارې د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو پلان هم جوړ کړی او نوي پروژې به پلي کړي.
باید وویل سي چي تېره اوونۍ هم په کندهار ولايت کي د روغتيا په برخه کي د ۱۸ ميلونه ډالرو په ارزښت د دوو پروژو چاري پيل سوې.

۲۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه