د خبریالانو د مصئونیت کمیټې غونډه ترسره سوه.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۶ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د خبریالانو د مصئونیت کمیټې غونډه نن پنجشنبه د کندهار ولایت مقام اداري او مالي مرستیال عبدالحنان منیب په کاري دفتر کې ترسره سول. مرستیال والي د کمیټې د غړو سره په خپلو خبرو کې وویل چي د ګډ کار او ښې همغږۍ له کبله دا مهال د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې مثبت بدلونونه تر سترګو کېږي او د ستونزو کچه هم ورسره را ټیټه سوې ده. هغه زیاته کړه چي ولایتي اداره د ملي ګټو او نافذه قوانینو په چوکاټ کې د رسنیو سره پوره همکارۍ ته ژمنتیا لري. ښاغلي منیب دا راز په کندهار کې د نۍ دفتر او نورو بنسټونو څخه مننه وکړه چي د رسنیو سره د هغو د ظرفیتونو په لوړولو کې اغېزمن کار کوي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس فضل الباري بریالي بیا په خپلو خبرو کې وویل چي په پام کې ده د رسنیو د تخطۍ کمېسیون په نژدې ورځو کې تشکیل سي. هغه زیاته کړه چي یاد کمېسیون به د رسنیزو فعالیتونو په تنظیم کې خورا اغېزمن تمام سي.
په کندهار کې د آزادو رسنیو د دفتر مشر احمد لودین هم په خپلو خبرو کې وویل چي معلوماتو د لاسرسي په برخه کې د رسنیو ستونزي دا مهال تر یو ځایه پوري حل سوي دي. ښاغلي لودین زیاته کړه چي د خبریالانو د ظرفیت د لوړاوي لپاره یو شمېر پروګرامونه پلي سوي او یو شمېر نور لا هم تر لاس لاندي دي.
د نۍ دفتر مسئول سمیع غیرتمل د خبریالانو د ظرفیتونو د لوړاوي په برخه کې د نۍ دفتر له فعالیتونو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چي هره میاشت د یوې رسنۍ سره د هغوی د ظرفیتونو د لوړاوي په برخه کې کار کوي.
د غونډي ګډونوالو په یو شمېر نورو موضوعاتو هم نظرونه شریک کړل.

۲۰۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه