يونيسيف او KJC د پوليو د محوې دپاره د رسنيو پر رول غونډه وکړه

IMG_0007
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۲ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د پوليو ( فلج ) د ناروغۍ د مخنيوي په برخه کي د رسنيو پر رول د همږغۍ غونډه وسوه .
د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ساتني اداره ( يونيسيف ) د پولېو د برخي مسوولينو او د کندهار او زابل خبريالانو د فلج د خطرناکي ناروغۍ په محوه کولو د رسنيو پر رول او مرسته د همږغۍ غونډه وکړه .
دا غونډه چي د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز او يونيسف رابللي وه ، پر مهال يې د دې خطرناکي ناروغۍ پر نښو ، زيان ، د محوې دپاره يي د واکسين پر تطبيق او ګڼو نورو موضوعاتو پحث وسو .
د دې ادارې مطبوعاتي مسوولينو د رسنيو پر رول ټينګار وکړ او په دې برخه کي يي د مرستي غوښتنه وکړه .
د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين او نورو خبريالانو په دې برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ خو ګيله يي دا وکړه چي ډيری مهال خپله د يونيسف مسوولينو د رسنيو سره خبرو ته نه حاضريږي ، چي له امله يي کيداي سي د رسنيو پروګرامونه پيکه سي .
خو د يونيسف د مطبوعاتي څانګي عمومي مسوول سيدکمال شاه اغا ژمنه وکړه چي له دې وروسته به هيڅ راز ستونزه نه رامنځ ته کيږي .
پولېو يو خطرناکې او دايمي فلج وهونکي ناروغي ده چي تر اوسه يي د علاج هيڅ لاره نه ده کشف سوې او له امله په جنوبي ولايتونو کي د زياتوالي انديښني زياتي سوي دي .

۳۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه