په کندهار کي د محلي رسنيو د کيفيت لوړولو په موخه د رسنيو له ادارو ليدني کتني پيل سوې .

IMG_0161
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۲ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري جوړي سوي د خبريالانو جرګه ګۍ د محلي رسنيو څخه د ليدنو لړۍ پيل کړه .
د دې ليدنو څخه موخه د محلي رسنيو د نشراتو د کيفيت لا لوړل او د اداري ستونزو حل ده .
د دې لړۍ په پيل کي تيره ورڅ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ، د کندهار د ازادو خبريالانو مرکز او د خبريالانو د خونديتوب کميټې د دوو محلي راډيوګانو ( تبسم او روبنا ) څخه د نژدې ليدنه وکړه .
د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست ريس فضل باري بريالي ، د دې ادارې اداري مدير احمدشاه قادري ، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مشر او د افغان خبريالانو د خونديتوب کميتې سيمه ايز مسوول احمد لودين او مشر خبريال محمد ابراهيم سپيڅلي د دواړو راډيوګانو اداري او نشراتي چاري د نژدې وليدلې.
پلاوي په دواړو برخو کي شته نيمګړتياوي په ګوته کړې او د رسنيو مسوولينو ته يي مشوره ورکړه چي د خپلو اداري او نشراتي چارو د لا سمون او ښه والي دپاره نشراتي پاليسي ، اداري چاري او د خپرونو کيفيت چي د افغاني او کندهاري کلتور سره برابروي سم کړي او د ټولني د اړتيا وو سره سم په ښه درجه او لوړ معيار خپروني وکړي .
د کلتور رياست او د خبريالانو مرکز د تبسم او روبنا راډيوګانو د سټوډيوګانو جوړښت او تخنيکي چاري ښه و ارزولې او هيله يي وښودل چي ټولي رسنۍ د ملي ګټو په رڼا کي د خلکو ستونزو ، نوښتونو او اړوندو چارو ته ښه انعکاس ورکړي .
په وروستيو کي د تبسم راډيو مسوول صديق الله افغان او د روبنا راډيو مسوول حکمت الله ذکي مننه وکړه ، چي د اطلاعاتو او کلتور رياست او د خبريالانو مرکز لازمي او سالمي لارښووني ورته وکړې .
په کندهار کي ۱۵ راډيوګاني ، درې محلي تلويزيونه ، درې چاپي خپروني او يوه خپلواکه خبري ويب پاڼه سته .

۵۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه