کابل : د ملي امنيت پر يوه مرکز ډله ايز بريد شوی دی

Kabulll
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۷ ليندۍ ۱۳۹۶ ) : د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند افشارو په سېمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز ډله ییز وسله وال برید شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي کندهار ورځپاڼي ته وويل ، حمله کوونکي د ملي امنیت یاد مرکز ته څېرمه یوې لوړ پوړې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه ډزې کوي.
د هغه په خبره، سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي او له بریدګرو سره یې نښته روانه ده.
تراوسه پورې د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخېستی.
نور وروسته

۷۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه