نی : ۲۰۱۷م کال په افغانستان کي د خبریالانو لپاره دوهم خونړی کال وو

IMG_0019
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( د مرغومي ۷ مه ۱۳۹۶ ) : په سوېل لویدیځ زون کي د نی یا آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسؤل عبدالسمیع غیرتمل نن پنج شنبه د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل په ۲۰۱۷ میلادي کال کي د ټول هیواد په کچه د خبریالانو پر وړاندي ۱۴۰ پېښي ثبت سوي چي د خبریالانو وژل کېدل، ټپي کېدل، د دولت لخوا نیول کېدل، وهل او ډبول او تهدیدونه پکښي شامل دي.
نوموړی وايي ۲۰۱۷ میلادي کال د سوېل لویدیځ زون د خبریالانو لپاره هم له پېښو څخه خالي نه وو او په خبره ئې ۱۳ پېښي په دغه زون کي د خبریالانو پر وړاندي ثبت سوي چي نهه پېښي په هلمند، دوې پېښي په کندهار او دوې پېښي په زابل کي دي.
د یادونې وړ ده چي سږ کال هم تر ټولو زیاتي پېښي او تهدیدونه د خبریالانو پر وړاندي د دولت لخوا رامنځ ته سوي چي خبریالان ئې د دولت څخه د مخنیوی غوښتنه کوي.

۸۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه