د هند په پلورنځیو کې د افغانستان توکي ګرم بازار لري

HInd 2
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۹ مرغومی ۱۳۹۶ ) : سوداګر د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې د صادارتو له ډېرېدو سره سم په هندي بازارونو کې د افغان صادراتو بیه هم دېرش سلنه لوړه شوې ده.
ددوی په وینا د میوو په پروسس او صادراتو کې د معیارونو مراعاتول ددې سبب شوي، چې محصولات پر وخت او سمه توګه نړیوالو بازارونو ته ورسېږي او هلته په ښه بیه وپلورل شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عملیاتي هیئت مسوول عتیق الله نصرت وايي، په هند کې د افغانستان د توکو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده او د هوايي دهلیز پرانیستو په صاداراتو کې د پام وړ زیاتوالی راوړی دی. هغه زیاته کړه، په نړیوالو بازارونو کې د افغان سوداګرو محصولاتو ورو ورو معیاري بڼه خپلوي او مینه وال یې ډېرېږي.
نصرت ویلي چې روان کال د هوايي دهلیزونو له پرانيستل کېدو سره سم هند ته د تازه او وچو مېوو په صادارتو کې هم لس برابره زیاتوالی هم راغلی دی.

۳۷۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه