په کندهار کي د رسنيو د تخطيو د مخنيوي کميسيون جوړ سو .

IMG_0128
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( يکشنبه ، مرغومی ۱۰ مه ، ۱۳۹۶ ) : په کندهار کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشري د رسنيو د تخطيو د مخنيوي کميسيون جوړ او له دې وروسته به د هري رسنۍ او هر خبريال تيروتنه د دې کميسيون له لوري څيړل کيږي او نور چا ته اجازه نه ورکول کيږي چي په خپل سر له خبريالانو خپلسري پوښتني وکړي .
د تخطيو د څيړلو د دې کميسيون مشري د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست کوي او د حج او اقاقو رياست ، د علماوو شورا ، د بشري حقونو خپلواک کميسيون ، يو تن حقوق پوه ، يو تن مدني فعال او د کندهار د خبريالانو يو تن استازی يې غړيتوب لري .
کميسيون ته په مرکزي سطحه خپله کړنلاره جوړه سوې ده او د خلکو او دولتي ادارو د شکايتونو په اساس به د رسنيو او خبريالانو تخطۍ څيړي .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست ريس فضل الباري بريالی وايي ، چي په دې اړه به ټولو دولتي ادارو ته عامه پوهاوی ورکوي څو له دې وروسته رسنيږي ستونزي د دې کميسيون له لاري حل کړي .
د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر او د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسوول احمد لودين وويل ، چي دې کميسيون ته له ډيره وخته اړتيا وه او بايد ډير وختي جوړ سوی وای ، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست دا اقدام وستايه او له ټولو دولتي ادارو او خلکو څخه يې وغوښتل چي نور د خبريالانو څخه د خپلسرو پوښتونو او تهديدونو څخه ډډه وکړي او ستونزي د قانون له مخي حل کړي .
په کندهار کي د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې ( نی ) سيمه ايز مسوول سميع غيرتمل هيله وښودل چي د دې کميسيون په جوړيدو سره به د خبريالانو په وړاندي د شته تهديدونو کچه را ټيټه سي او غوښتنه يې وکړه چي د کميسيون غونډي دي پر خپل وخت او په دوامداره ډول تر سره سي .
دا کميسيون به د ستونزي د پيدا کيدو پر مهال مهالنۍ ناستي کوي او نوبتي غونډه يې په دوه مياشتي کي يو ځل ده .

۶۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه