جوزف وټل: په ژمي کې دې پر وسله والو طالبانو تهاجمي بریدونه ډېر کړل شي

Niza
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۳ مه ، مرغومی ۱۳۹۶ ) : یوه امریکايي نظامي ویلي، چې د ژمي له موسم په استفادې دې پر وسله والو طالبانو فشارونه ډېر کړل شي. جوزف وټل له اسوشټيد پرېس سره په خبرو کې ویلي، چې د ژمي په موسم کې پر وسله والو لا ډېر فشارونه راتلی شي، ځکه دوی شاتګ کوي او افغان پوځ ته په کار ده، چې خپل فشار دوامداره وساتي. وټل همدا راز یاته کړې چې په افغانستان کې دې امریکايي ځواکونه زیات شي څو دوی وکړی شي د سلا ورکولو پروسه پراخه کړي او پر وسله والو فشار ډېر شي. نوموړي همدا راز یاته کړې چې امریکا په افغانستان کې له خپلو سرتېرو او افغان حکومت ملاتړ کوي او د ترهګرو د ځپلو لپاره به پر هرې ممکنې لارې غور وکړي. جوزف وټل زیاته کړې، چې پر ترهګرو دې تهاجمي بریدونه ډېر کړل شي او دغه بریدونه دې دوامداره وي.

۳۲۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه