د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پر سرحد شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

KDR
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۹ مرغومی ۱۳۹۶ ) : وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار د لوېديزي ولسوالۍ پنجوايي په تلوکان سیمه کي پر يوې پوستې حمله کړې او پر مهال يې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.
دغه حمله تېره شپه لس بجې د تلوکان او موشان ترمنځ له رېګ سره پر سرحدي پوسته سوې.
يوه باوري سرچينه وايې چي برید د وسله والو طالبانو د لېزري قطعې کړی او سیمي ته د مرستندویه سرتېرو تر رسېدو مخکي تښتېدلي.
ويل کېږي، چي د تېري شپې په برید کي د پنجوايي ولسوالۍ پنځه پولیس، چي دوه يې محلي دي وژل سوي او یو بل ټپي دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

۲۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه