د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۹ مرغومی ۱۳۹۶ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه رسنيو ته وویل چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د دې سفر پرمهال د روزنیز کمپ ترڅنګ د متحده عربي اماراتو پروړاندې درې تمریناتي لوبې د جنورۍ په ۱۶مه، ۱۸مه او ۲۱مه ترسره کړي.
ښاغلی هوتک وايي، له دې تمریناتي کمپ وروسته به د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان په کوربتوب له زمبابوې سره دوه ۲۰ اوریزې او پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.
د دغو سیالیو لړۍ به د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۵ مه پیل او په ۱۹مه پای ته رسېږي.

۱۲۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه