ولسي جرګه: د تېلو نهو وارداتي شرکتونو ۲۲۹ ميليارده افغانۍ ماليه نه ده ورکړې.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۰ مرغومی ۱۳۹۶ ) : ولسي جرګه وايي چې (تر ګمرکي معافيت) لاندې د تېلي موادو يو شمېر وارداتي شرکتونو په تېرو ۴ کلونو کې هېواد ته د وارد کړل سوو اضافي موادو له ۲۲۹ ميليارده ډېرو افغانيو ماليه نه ده ورکړې. ولسي جرګې نږدې شپږ مياشتې پخوا د يادې جرګې له شپږو کمېسيونونو يو پلاوی جوړ کړ څو د وارداتي تېلي توکي د ګمرګي معافيت موضوع وڅېړي. د ولسي جرګې منشي او د ګومارل سوي پلاوي مشر عبدالقادر ځاځي نن د ګډو شپږو کمېسيونونو د څېړنې راپور د وړاندې کولو پر وخت وويل چې دغه راپور د ۱۳۹۰تر ۱۳۹۴کلونو پورې اړوند دی. نوموړي د ياد پلاوي د موندنو پر بنسټ زياته کړه چې د نهو شرکتونو له خوا وړاندې سوي اسناد ښيي چې دغو شرکتونو هېواد ته د ګمرکي معافيت له ټاکلې اندازې څخه ميليونونه ټنه تېلي مواد وارد کړي دي. د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي دغه موضوع رايې ورکونې ته کېښوده او د رايو په اتفاق سره پرېکړه وسوه چې ياد شرکتونه دې د اضافي وارد سوو موادو ماليه ورکړي او هغه شرکتونه دې څارنوالۍ ته ور معرفي سي چې د اسنادو وړاندې کولو ته نه دي حاضر سوي.

۱۲۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه