سپینه ماڼۍ: افغانستان به د امریکا او قزاقي ولسمشرانو د خبرو کليدي موضوع وي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۰ مرغومی ۱۳۹۶ ) : افغانستان به راتلونکي اوونۍ د امریکايي او قزاقستاني ولسمشرانو د خبرو اصلي موضوع وي. د سپیني ماڼۍ چارواکو ویلي راتلونکي سه شنبه به د امریکا او قزاقستان ولسمشران د افغانستان په اړه مهمې خبرې وکړي. سرچینه زیاتوي ولسمشر ټرمپ او نور سلطان نظربایف به د افغانستان لپاره د امریکا د نوې اعلان سوې تګلارې پر عملي کولو هم بحث او خبرې اترې وکړي. د سرچینې په وینا دوی دواړه به د سیمه ایزو امنیتي مسایلو تر څنګ پر اقتصادي همکاریو هم ګټورې خبرې ولري. په دغه سفر کې د قزاقستان له ولسمشر سره د یاد هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار هم ملتیا کوي.

۲۰۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه