ولسمشر: افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کي پرمختګ کړی، خو په کار ده چي په بشپړه توګه يې له منځه يو سو.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مرغومی ۱۳۹۶ ) : ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کندهار، ننګرهار، کنړ، هلمند، او فراه ولایتونو د والیانو او ښاروالانو سره د VTC کنفرانس پر مهال وکړې.
ولسمشر د ياد کنفرانس پر مهال وويل چي افغانستان د پوليو په وړاندي اغیزمنه مبارزه کوي. هغه په خپلو خبرو همدراز وويل چي افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کي پرمختګ کړی، خو په کار ده چي دغه وایروس په اساسي او بشپړه توګه يې له منځه يو سو.
د هيواد ولسمشر د ټولو ولایتونو والیانو ته هم هدایت وکړ، چي د پوليو په له منځه وړلو کي جدي هڅي وکړي او ديني عالمان، قومي مشران او مدني ټولني وهڅوي، ترڅو د واکسین د تطبیق لپاره تبلیغات وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني همدراز د کندهار په سپين بولدک او د ننګرهار په تورخم کي د راتلونکو ګډوالو پر واکسین کولو هم ټينګار وکړ. ولسمشر د عامي روغتيا وزارت ته هم دنده وسپارل چي په ليرو پرتو ولسواليو کي د پوليو په وړاندي د واکسین دوامداره کمپاينونو ته لاره هواره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني تر وينا او لارښونو وروسته د ولایتونو واليانو خبري وکړې او د پوليو په وړاندي د واکسین د تطبیق او په دې برخه کي يې د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړه.
د هيواد ولسمشر ته لومړی د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منيب د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق کي د خپلو اجرآتو او سته ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړه.
مرستیال والي وويل، د پنځو ولسواليو پرته په ټول کندهار کي د پوليو کمپاينونه تطبیق سوي او ټول کوچنيان د پوليو په وړاندي واکسين سوي دي.
ښاغلي منيب وويل، ولايتي ادارې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو سره ګډي ناستي کړي او هڅه کوي په پاته پنځو ولسواليو کي هم واکسین تطبیق کړي.
مرستيال همدارنګه ولسمشر ته ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره به د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق کي لا هم کوټلي ګامونه واخلي.
وروسته د ننګرهار، کنړ، هلمند، او فراه ولایتونو واليانو هم خبري وکړې او جمهور رئيس ته يې د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق د جدي کار کولو ډاډ ورکړ.

۱۳۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه