امریکا: ایران دې نیول سوي سوله ییز لاریونوال ازاد کړي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مرغومی ۱۳۹۶ ) : د امریکا متحده ایالاتو په ایران کې د سوله ییزو لاریونوالو د ازاد کولو غوښتنه کړې ده. امریکا د ایراني لارینوالو پر وړاندې د دې هېواد د مشرانو کړنې زړه بوږوونکې بللې او د حکومت ضد سوله ییزو لاریونونو پرمهال یې د نیول سویو لاریونیانو د ازاد کولو غوښتنه کړې ده. سرچینه وايي، تر اوسه په لاریونونو کې د نیول سویو کسانو کره شمېر لا معلوم نه دی. رپوټونه وايي، د نیول سویو کسانو اټکلي شمېر شاوخوا زرو کسانو ته رسېږي، خو په ایران کې نورو سرچینو بیا دا شمېره تر دې هم ډېره ښودلې. ایراني چارواکي وايي ډېری نیول سوي کسان ازاد سوي. د تېرې ډیسمبر میاشتې وروستیو کې ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له پیل نه تر اوسه، زرګونه لاریونوال نیول سوي دي.

۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه