افغانستان له پاکستانه ستنېدونکو کډوالو ته تیاری نیسي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مرغومی ۱۳۹۶ ) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې په پاکستان کې افغان مهاجر باید هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس مهاجرو ته د دې خبرداري ترڅنګ وویل چې سفارت له څو ورځو راهیسې هلې ځلې پیل کړي دي ترڅو پاکستان له مخکنۍ ژمنې سره سم افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې د یو کال په مخه پاتې سي.
نوموړي زیاته کړه: “زموږ نظر دا دی چې په دومره کمه موده کې د دومره لوی شمېر کډوالو بېرته ستنېدل عملي نه دي او ډېرې زیاتې ستونزې به پیدا کړي، په دې اساس د افغانستان سفارت خپلې هڅې شروع کړي دي په راتلونکو ورځو کې هم له مهمو پاکستاني چارواکو سره غونډې په پام کې دي، هیله ده چې په دې برخه کې څه مثبت ترلاسه کړو.”
د دې سربېره د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د رسنیو سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي چې په کابل کې له یو شمېر مرستندویانو سره د دې لپاره بېړنۍ غونډه جوړه سوې ده، که افغان کډوال هېواد ته ستانه سي څرنګه مرستې ورسره کېدای سي.
نوموړي زیاته کړه: “موږ دوه ورځې مخکې له کورنیو او نړیوالو همکارانو سره ناسته درلوده، په دې غونډه کې د هېواد دننه د کډوالو راتګ ته پر چمتوالي خبرې وسوې او یو شمېر کورنیو او نړیوالو ادارو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ راکړ.”
د ملګرو ملتونو د کډالو د چارو اداره یا «یو. این. ایچ. سي. ار» هر کال له هغو افغان مهاجرو سره چې په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته ځي یوه اندازه مرسته کوي، خو دا پروګرامونه په تېرو څو کلونو کې هر وخت د ژمي پر مهال درېدلي وي او د پسرلي له پيلېدو سره شروع کېږي.
که چېرته په روانه میاشت کې افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه سي، دا څرګنده نه ده چې دا مرستې به ترلاسه کړي، که نه؟!

۲۵۳ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه