امریکا: پاکستان د ملکي بې ثباتۍ له اړخه تر افغانستان خطرناک هېواد دی.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مرغومی ۱۳۹۶ ) : د امریکا متحد ایالتونو پاکستان تر افغانستان خطرناک هېواد بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم او پاکستان دریم خطرناک هېواد دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیې کې دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې د جرمونو، ترورېزم، ملکي بې ثباتۍ او وسله والو شخړو لپاره امریکایانو ته پکار ده چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي. پاکستان ته د سفر په برخه کې په اعلامیه کې راغلې دي چې امریکایان باید دغه هېواد ته پر تګ فکر وکړي ځکه چې هلته ترهګر دي. کوم هېوادونه چې دوهمه درجه خطرناک بلل سوي دي، هلته باید امریکایان احتیاط وکړي او کومه هېوادونه چې ارام دي هغوی په لومړۍ درجه کې حساب سوي دي.

۱۶۲ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه