سپیدار ماڼۍ: د ارګ او جمعیت تر منځ خبرو ته اجازه نه ورکوو.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مرغومی ۱۳۹۶ ) : تر اوسه د ارګ او جمعیت تر منځ هیڅ خبرې نه دي سوې. په سپیدار ماڼي کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور سي رسنیو ته ویلي؛ تر اوسه د ارګ او جمعیت تر منځ هیڅ راز خبرې نه دي سوې او سپیدار ماڼۍ هم د روان کړکېچ او کشمکشونو تر بشپړ حل پورې دواړو لورو ته د خبرو اترو اجازه نه ورکوي. د سرچینې په وینا هغه خلک چې د جمعیت په استازولۍ له ارګ سره د خبرو په لټه کې دي، غواړي اجراییه ریاست بد نام کړي او یوازیني موخه یې د سپیدار ماڼۍ پاشل دي. دغه راز په ارګ کې هم یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي ویلي تر اوسه پورې د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند تر منځ هیڅ راز خبرې اترې نه دي سوې. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ارګ او د بلخ د لرې کړل سوي والي اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې سوې دي.

۲۹۸ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه