کندهار: مرستيال والي په کندهار نړيوال هوايي ډګر کي د مسافرینو لپار د ترانسپورتي خدماتو د ژر وړاندي کولو لارښوونه وکړه.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۱ مرغومی ۱۳۹۶ ) : د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د پنجشنبې په ورځ د اداري مجلس په اونيزه غونډه کي مسئولينو ته لارښوونه وکړه چي په کندهار نړيوال هوايي ډګر کي دي ژر تر ژره ترانسپورتي خدمات فعاله کړي.
مرستيال والي همداراز د هوايي شرکتونو له مسئولينو وغوښتل چي په دې برخه کي د هوايي ډګر سره همکاري وکړي.
وروسته په غونډه کي د ترافیک پوليسو مدیر سمونوال محمدالله خان د خپلي ادارې اړوند کلنی راپور د ادارې مجلس په غونډه کي وړاندي کړ او د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، د ترافیکي پيښو د مخنيوي په موخه يې د ښار په بېلابېلو برخو کي ترافيکي اشارې نصب کړي او زيات شمېر کسانو ته يې د ډرېورۍ کورسونه جوړ کړي.
ښاغلي محمد الله خان په خپلو خبرو کي د راتلونکی پلان هم د غونډي د برخوالو سره شریک کړ.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د ترافیک پوليسو مدیریت کارونه وستایل او په ښار کي يې د ترافیکي نظم په برخه سپارښتنې وکړې.
مرستيال والي همدراز د غونډي برخوالو ته د جمهور رئيس سره د ويډيو کنفرانس معلومات شریک کړل او د هغه لارښوونې يې اداري مجلس ته وړاندي کړې.
مرستيال والي عبدالحنان منيب د دولتي ملکي او نظامي کارکوونکو تر څنګ له ټولو خلګو وغوښتل چي د پوليو په وړاندي د واکسین په کمپاين کي جدي هڅي وکړي.
بايد وويل سي چي د اداري مجلس په غونډه کي پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې.

۲۲۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه