د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۲ مرغومی ۱۳۹۶ ) : په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر خیرت عمروف ویلي، چې ملګرو ملتونو امنیت شورا یو لوړپوړی هیئت به له اوو کالو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ځي. د نوموړي په وینا امنیت شورا پرېکړه کړې، چې د افغانستان اوضاع له نږدې وګوري او ددغه هېواد اړتیاوې و ارزوي. د عمروف په خبره امنیت شورا د افغانستان د امنیت تر څنګ ددغه هېواد د ودې او پرمختګ په برخه کې هم سره یوه خوله ده. هغه ددغه هیئت د سفر کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو په وینا یې دا به یو لوړ پوړی هیئت وي او سفر به یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګټور وي.

۱۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه