امريکا به په لومړي ځل ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۲۲ مرغومی ۱۳۹۶ ) : په پام کې ده، د امريکا متحد ايالتونه د اول وار لپاره د مشورې ورکولو او مرستې ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي.
د امريکا متحدو ايالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، دغه ځواکونه به د روان ميلادي کال په پسرلي کې افغانستان ته ولېږل سي.
ويل سوي چې په اول پړاو کې به څه باندې ١٠٠ سرتېري افغانستان ته ولېږل سي، خو د هغوى د ګمارنې د ځاى په اړه څه نه دي ويل سي.
په اعلاميه کې راغلي چې دغه قواوې به د يوې لېوا په چوکاټ کې افغانستان ته لېږل کېږي چې هدف به يې افغان قواوو ته روزنه او ورسره همکاري کوي.
د امريکا د پوځ يوه مطبوعاتي مسؤل کريسټورفر اوپارد امريکا غږ ته ويلي چې د مشورې ورکولو او مرستې د ځانګړي ځواک لېږل له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د همکارۍ برخه ده.

۲۲۶ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه