په کندهار کي کوچنيانو ته د اسهال د مخنيوي نوی واکسين پيل سو

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۹ مه ۱۳۹۶ ) : دغه واکسين تر پنځه کاله کم عمره کوچنيانو ته ورکول کيږي؛ هغه کوچنيان چي د نس ناستي په ناروغۍ اخته کيږي د هغوی لپاره ګټور واکسين بلل کيږي. د يک شنبې په ورځ د کندهار والي او د عامي روغتيا د رئيس تر څنګ د يو شمېر ډاکټرانو لخوا په رسمي ډول د روټا واکسين د ورکړي لړۍ پيل سوه. کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا يوه کوچني ته د ياد واکسين په ورکولو سره په رسمي ډول دغه پروسه راشروع کړل.
کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا يوه کوچني ته د روټا واکسين د ورکړي پر مهال وويل، چي ټولي کورنۍ دي سر له سبا خپلو تر پنځه کاله کم عمره کوچنيانو ته دغه واکسين ورکړي.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم د رسنيو سره خبري وکړې؛ نوموړي د ياد واکسين ګټي بيان کړې او يادونه ئې وکړه، چي سر له سبا به دغه واکسين د کندهار کوچنيانو ته ور شروع سي.
د ښاغلي پخلا په خبره تر سينه بغل وروسته اسهال هغه ناروغي ده، چي د نړۍ په کچه ډېر کوچنيان وژني، نو ځکه اړينه ده، چي کوچنيانو ته د روټا واکسين ورکړل سي، تر څو له دې وژونکي ناروغۍ څخه وژغورل سي. ډاکټر پخلا د ياد واکسين د ورکړي وختونه هم بيان کړل.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه