د رسنيو د څار کميټې دوې نوري راډيو ګاني ارزيابي کړي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۹ مه ۱۳۹۶ ) : د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند مطبوعاتي جرګه ګۍ د محلي رسنيو څخه د څار په روانه لړۍ کي د دوو محلي راډيو ګانو څخه ليدنه وکړه .
د څار دا کمېټه پنځه غړي لري چي هره مياشت يو شمير رسنۍ له نژدې ګوري .
تيره ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست ، د کندهار د خبريالانو مرکز ، د خبريالانو د خونديتوب کميټې ، نی او پريس کلب د زېور او تعليم الاسلام راډيو ګانو له اداري او خپرنيزو چارو څخه د نژدې ليدنه وکړه .
د دې ليدني او څار پر مهال د اطلاعاتو او کلتور رياست او د څار کميټې نورو غړو د يادو راډيو ګانو ښه چاري وستايلې او د نيمګړتياوو په اړه يې د دې رسنيو ادارو ته مشورې ورکړې .
د اطلاعاتو او فرهنګ ريس فضل الباري بريالي د اداري چارو د ښه کيدو ، د نشراتو د لا معياري کيدو او ورته نورو برخو کي د يادو رسنيو ادارو ته لازمي سپارښتني وکړې .
د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر او د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې سيمه ايز مسوول احمد لودین ، د نی مشر سميع غيرتمل او د پريس کلب مسوول جاويد تنوير د يادو راډيوګانو رواني چاري وستايلي او د هر ډول ملاتړ ډاډ يې ورکړ .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه