کندهار : د وروستيو پيښو د شهيدانو د کورنيو سره د غمشريکۍ غونډه وسوه

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۰ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : په کندهار کي د هيواد د وروستيو پيښو د شهيدانو د کورنيو سره د غمشريکۍ غونډ وسوه .
غونډه چي د کندهار ولايت مقام له لوري جوړه سوي وه د ولايت مقام مرستيالانو ، دولتي ريسانو ، ديني عالمانو ، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو .
په ټولنيزو چارو کي د ولسمشر سلاکار وزير او د کندهار مرستيال والي حاحي اغالالي دستګيري په خپله وينا کي د کابل ، جلال اباد ، هلمند او کندهار وروستۍ پيښي وغندلي ، ښاغلي دستګيري دا بريدونه تروريستي او وحشي ظلم وباله .
نوموړي زياته کړه ، چي د جګړي پر مهال دي د ملکي خلکو ساتني ته توجه وسي او د بېګنا وګړو له مرګ ژوبلي دي ډډه وسي .
مرستيال والي د دې پيښو ټولو شهيدانو ته د فردوس جنت ، کورنيو ته يې د تسليت او ټپيانو ته يې د عاجلي شفا غوښتنه وکړه .
وروسته د کندهار د ولايتي شورا غړي نعمت الله وفا په خپلو خبرو کي د هيواد روان حالت ناورين وباله او روانه ناامني يې د نظام او خلکو په زيان وبلل ، ښاغلي وفا پر ټولو خلکو ږغ وکړ چي يو د بل په غم دردمند سو او يو د بل سره غمشريکي وکړو .
وروسته د کندهار د ولايتي شورا غړي سيداحمد سيلاب ، د کندهار پوهنتون ريس ، د ديني عالمانو د شورا مشر او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کي د کندهار د خلکو په استازيتوب د شهيدانو د کورنيو سره غمشريکي وښودل .
په وروستيو کي د ټولو شهيدانو د ارواحونو د خوښۍ دپاره د قران کريم ختم هم وسو .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه