پوهيالی حضرت ولي هوتک په اسلام اباد کي فرهنګي اتشه وټاکل سو .

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۰ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : پوهيالی حضرت ولي هوتک په اسلام اباد کي فرهنګي اتشه وټاکل سو ، حضرت ولي هوتک تر دې مخکي د کندهار پوهنتون استاد او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس وو .
ښاغلی هوتک د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر پيشنيهاد وروسته د ولسمشر په منظوري پر دې دنده مقرر سو .
نوموړي کندهار ورځپاڼي ته وويل ، چي په ګاونډي هيواد پاکستان کي د افغان فرهنګ د ساتني او پياوړتيا دپاره جدي هڅي کوي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه