په کندهار کي د خان عبدالغفار خان (پاچا خان ) ۳۰ تلین ولمانځل سو

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۲ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : یاده لمانځغونډه چي نن د اطلاعات و فرهنګ ریاست د شهید عبدالقدیم پتيال د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه د ولایت مقام مرستیال او د ولسمشر سلاکار وزير حاجي اغالالي دستګیري،د اطلاعات او فرهنګ د رییس فضل الباري بریالي ، د کندهار پوهنتون رییس او استادانو ، د پاچا خان څیړنیز مرکز رییس انجینیر صاحب شیرشاه رشاد ، ډاکتر صاحب عبدالرازق پالوال ، عزیزه وطنوال بابی ، د پوهنتون استادانو ، مدني فعالانو، ملي تجارانو او ځوانانو ګډون پکښي کړی وو .
ښاغلي دستګیري په خپله وينا کي د خان پاچاخان پر شخصيت او کارنامو رڼا واچول او د عدم تشدو په برخه کي يې د هغه پر هڅو باندي رڼا واچول .
د اطلاعات او فرهنګ رییس فضل الباري بریالي په خپله وينا کي د فخر افغان پاچا خان پر ژوند، د هغه پر لاسته راوړنو، ویناوو او مبارزو رڼا واچول ، نوموړي وويل ، چي فخر افغان په پښتني تولنه کې نه يوازې چې د پوهې او علم د هڅوولو عملي کار پرمخ اچولی و ، بلکه د هند ، پاکستان ، او بنگله دېش وگړي ېې هم راويښ کړي و او ورسره ېې خپل انساني غږاوچت کړی و، او لومړی ېې د هغوی د حقوقو لپاره چې د انگرېز له غلامۍ څخه خلاس شي مټې راونغاړلې ، د همدې له کبله ورته د هند د لومړي خپلواک حکومت رامنځته کېدو سره د ولسمشرۍ د څوکۍ غوښتنليک ورلېږل سوی و .
وروسته مشر ليکوالانو ډاکټر عبدالرازق پالوال ، حيات الله رفيقي ، عبدالواحد کالون او نورو ويناوالو هم ويناوي وکړې .
فخر افغان يو له هغو ۴۴ هندي او د سيمې نوموتومبارزو شخصيتونو په کتار کې د هند د حکومت لخوا ياد سوی چې په لړ کې ېې ورته د بهارت رتنا چې د هند تر ټولو لويه ملي جايزه ده هم ورکړی . همدا رنگه د جواهر لال نهرو ملي جايزه ېې هم په برخه سوې . د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله لخوا ورته د افغانانو د وياړ لقب ورکړ سوی او د راوروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جايزه ورنومول سوې وه .
خان عبدالغفار خان د عدم تشدد لوی مبارز تير سوی دی او په دې برخه کي يې او په دې برخه کي يې پر ځان سخت تکلیفونه ګاللي دي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه