کندهار : ملي امنيت په بندتيمور کي د سويو عملياتو انځورونه خپاره کړل

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۲ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د ملي امنیت ځواکونو په کندهار کي وسلوالو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
تيره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د کندهار د ميوند ولسوالۍ په بند تیمور سيمه کي د وسلوالو مخالفينو پر ضد عمليات تر سره کړه چي پر مهال يې ۵۰ تنه وژلي او ۳۰ نور يې ژوندي نيولي دي.
د کندهار د ملي امنيت رياست کندهار ورځپاڼي ته د يادو عملياتو انځورونه ليږلي دي او وايې ، چي د يادو عملياتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو پنځوس عرادې موټران او موټرسيکلان هم د امنيتي ځواکونو لخوا له منځه وړل سوي دي
ملي امنيت وايي ، چي د ترسره سوو عملياتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو له لوري پنځه بابه کورونه چي څلور يې چارج سوي وه او په يوه بل کي يې ماينونه جوړول هم ویجاړ سوي دي
په يادو عملياتو د امنيتي خواکونو له لوري د وسلوالو مخالفينو زيات شمېر درنې او سپکي وسلې هم له منځه وړل سوي دي
خبرځای وايي ، په دغه عملیاتو کي پنځه پايي مخابري د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او نور ډول ډول کمپيوټرونه او چاودېدونکي توکي چي د وسلوالو مخالفينو له لوري د ماينونو په جوړولو او د دوی په وينا نورو ترهګریزو بریدونو کي ګټه ځني اخيستل له منځه وړل سوي دي.
طالبانو په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه