طالبان : په بندتيمور کي وژل سوي او نيول سوي کسان ټول ملکي وګړي دي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۳ مه ، سلواغه ۱۳۹۶ ) : وسله والو طالبان د کندهار د امنتي چارواکو هغه ادعا ردوي چي وايې ، د ميوند په بندتيمور ولسوالۍ کي يې ۵۰ وسله وال وژلي دي او وژل سوي کسان ملکي وګړي بولي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چي افغان امنتي ځواکونو وروسته له هغه ملکي وګړي په نښه کړل ، کله چي دوی د خاصو افغان ځواکونو پر کاروان بريد وکړ او ۱۴ امنتي سرتيري يي ووژل ، احمدي وايي چي هغوی دیرش تنه ملکي وګړي هم له ځانه سره ژوندي بوتلل ، خو د ملي امنيت لوی رياست وژل سوي ۵۰ کسان وسله وال طالبان بولي او رسنيو ته يې د هفو زيانونو انځورونه هم وليږل چي طالبانو ته يې اړولي وه .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه