ارزګان : AJSC خبريالانو ته د ځان ساتني زده کړي ورکوي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۴ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : په ارزګان کي د لمړي څل دپاره د دې ولايت خبريالانو ته د ځان ساتني درې ورځنی ورکشاپ چوړ سو .
ياد ورکشاپ د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې له لوري د نسل نوين موسسې په مالي لګښت د درو ورځو دپاره اتلسو تنو ته خبريالانو ته په لاره اچول سوی دی ، چي په ترڅ کي به يې د دندي پر مهال د ځان ژغورني او د نورو سره د مرستي مسلکي چلونه ور وښودل سوي .
په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې سيمه ايز مشر احمد لودين وايې ، چي ارزګان يو جنګ ځپلی ولايت دی او خبريالانو ډير وختونه د جګړې په لمړۍ کرښه کي راپورونه جوړوي نو اړينه ده ، چي د داسي سيمو خبريالانو ته دا ډول ورکشاپونه په لاره واچول سي .
د ارزګان خبريالان هم دا ورکشاپ د دوی دپاره ډير اړين بولي او تمه ښيي چي په دې سره به د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي پيښي را کمي سي .
کمېټه وايې ، چي د ورکشاپ په وروستيو کي يادو خبريالانو ته د لمړنيو طبي مرستو بکسونه هم ورکول کيږي .
دا ډول ورکشاپونه د جنوب په نورو ولايتونو کي هم سوي دي خو ارزګاني خبريالانو ته په لمړي ځل دا ډول ورکشاپ دایريږي او همداسي به دوام وکړي .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه