زابل : د کلات سرپرست ښاروال د درې ميليونه افغانيو سره تښتيدلی دی

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه : ( ۱۵ مه ۱۳۹۶ ) : د زابل سرپرست ښاروال د ښاروالۍ اړوند درې ميليونه افغانۍ تښتولي او پاکستان ته تښتيدلی دی.
د کلات سرپرست ښاروال محمدطيب شپږ مياشتي مخکي د زابل پخواني والي بسم الله افغانمل سرپرست ټاکلی وو.
يوې لوړپوړي دولتي سرچينې کندهار ورځپاڼي ته ويلي چي محمدطيب پرون ورځ له کرښي اوښتی او درې ميليونه افغانۍ يې له ځانه سره وړي دي.
د زابل ولايتي اداره يوازي د سرپرست ښاروال لادرکه کېده مني او وايې چي په اړه يې پلټني رواني دي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه