هلمند :يو نيالګی د ځان او یو نيالګی د افغانستان لپاره؛ تر شعار لاندې د نيال ايښودنې لړۍ پېل شوه

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۵ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : په هلمند ولايت کې د راتلوونکي پسرلي په رارسېدو سره، يو نيالګی د ځان او نيالګی د افغانستان لپاره؛ تر شعار لاندې د نيال ايښودنۍ لړۍ پېل شوه، چې سږ کال به شاوخوا يولک ميوه لروونکي او غېر ميوه لروونکي نيالګي کېنول ش
پر همدې مهال هلمند والي وويل: د نيالګيو په ايښودلو سره به ښار او چاپيريال سمسور شي او له مخې به يې نه يوازې د طبعيت ښکلا رامنځته شي، بلکې روغتيايي ګټې به هم له ځان سره ولري.
ښاغلي حيات د چاپيريال سمسورتيا د هيواد حق وباله او ټينګار يې وکړ، چې د نيالګيو په روزنه او ساتنه کې بايد پر اړوند ادارو سربېره ولسونه هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
هلمند والي ددې پسرلي په را رسېدو سره هيله وښوده، چې نور به په هلمند او افغانستان کې سوله، ثبات او نيکمرغي رامنځته شي او له موجوده ناخوالو به ووځو.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه