د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت لپاره هر اړخیز امنیتي پلان جمهوري رياست ته وسپارل شو

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۵ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت لپاره یو هر اړخیز امنیتي پلان جوړ شوی دی.
په کابل کې د وسله والو مخالفینو تر پرلپسې خونړیو حملو وروسته افغان امنیتي او دفاعي چارواکي د یو نوي هر اړخیز امنیتي پلان د بشپړېدو خبره کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر دغه هر اړخیزه پلان امنیتي بنسټونو په ګډه کار کړی چې د نورو اړخونو تر څنګ کابل ته د ټولو غځېدلو لارو د امنیت مسئلې ته هم په کې پام شوی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې ازادي راډيو ته ويلي دا پلان نن جمهوري ریاست ته سپارل شوی او د ولسمشر له تائید وروسته به د تطبیق وړ وي.
نوموړي زیاته کړې:
“د کابل ښار او ولسوالیو لپاره په ځانګړي ډول پر هغو لارو چې کابل ته غځېدلي دي په دې اړه پر یوه جامع پلان کار شوی چې ټول اړخونه يې د اوپراتیفي، د استخباراتو، د کشف او امنیت له پلوه په نظر کې نیول شوي او د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې شو.”
ښاغلی رحیمي وايي، په پلي کېدو سره به یې په امنیتي برخه کې ګڼې اندېښنې لېري شي.
دی وايي، په پلان کې نه یوازې د تروریستي پېښو د مخنیوي لارې چارې شاملې شوي بلکې تر څنګ یې د جنايي جرمونو د راکمولو په برخه هم کار شوی دی.
ولسمشر غني د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د وروستیو حملو د غندلو تر څنګ وویل چې د یکشنبې په ورځ به امنیتي او دفاعي چارواکي د کابل سراسري امنتي پلان ماته وسپاري.
د کابل لپاره نوی امنیتي پلان داسې مهال بشپړېږي او جمهوري ریاست ته سپارل کېږي چې وسله والو د تېرې یوې میاشتې راهیسې د کابل په مهمو او ګڼ مېشتو سیمو کې بمي چاودنې، انتحاري او ډله ییزې حملې وکړې.
کو همکاري هم ډېره مهمه ده.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه