نهیلي مه کوه! ډاکټر فاروق اعظم

ليکوال Ahmed Lodin

نهیلي مه کوه!
۱۶ دلو ۱۳۹۶
ډاکټر فاروق اعظم-

دا د الله (ج) خوښه او د طبیعت فطرت دی چې له هرې تیارې وروسته رڼا او په هر ماښام پسې سبا وي. تر سختۍ وروسته اساني او تر زحمت وروسته راحت وي. ښادي د غم په زانګو کې زانګي او بری د تکلیفونو په غېږ کی لویېږي. همدا سختۍ دي چې ارامۍ ته خوند او مفهوم ورکوي. ټینګ ایمان او مستمر کوښښ دی چې انسان پر سختیو بریالی کوي. د بریالیتوب درجه، د ایمان د قوت او تلاش په اندازه پورې اړه لري. پر موسی (ع) او یارانو یې ډېره سختي وه او د فرعون له ظلمه د سینا په لور هجرت ته اړ شول او فکر یې کاوه چې تعقیب به نه شي. خو فرعون او لښکر یې ورپسې وو. کله چې موسی او ملګري یې بحر ته نږدې شول، پوه شول چې فرعونیان یې اوس هم تعقیبوي، له همدې امله وېرېدل چې څه به کوي؟ شا ته یې فرعون او د ده لوی لښکر او مخ ته یې بحر. د تېښتې بله لار نه وه، څومره چې د فرعون پوځ ورنږدې کېده، هغومره پر دوی د تېښتې دایره تنګه او وېره یې ډېرېده. کله چې د فرعون پوځ دومره ور نږدې شو چې دوی تر شا لیده، نو د موسی (ع) ملګري سخت وارخطا شول او ده ته یې وویل چې (إِنَّا لَمُدْرَكُونَ – یقیناً ونیول شوو.) د موسی رشيد قیادت او پر کلک ایمان استوار زعامت خپلو ملګرو ته د دا ډول سختې نهیلۍ او سخت بحران په وخت کې پوره ډاډ ورکړ چې: كَلَّا، إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ (هېڅکله نه، زما سره زما رب دی او هغه به ژر لار راوښيي.) هغه وو چې الله (ج) د لارې لارښوونه ورته وکړه، دوی یې وژغورل، فرعون او لښکر یې غرق شول. دلته موسی (ع) پر خپل لوی څښتن پوره باور او توکل کړی و.
په همدې توګه که د ابراهیم (ع) او د هغه د کورنۍ کیسه را یاده کړو، هغه خپله ښځه او ماشوم زوی د مکې په لویه سوځوونکې دښته کي یوازې پرېښودل. ښځې (هاجرې) یې ابراهیم (ع) ته وویل: چی آیا دا د خدای (ج) امر دی چې موږ په دغه لویه بېدیا کې یوازې پرېږدې؟ هغه وویل: هو. د هو د کلمې په اورېدو سره هغې قناعت وکړ او په پوره ډاډ په هغه بېدیا کې پاتې شوه. د دغه ایمان او توکل په برکت، هغې وچې دښتې اوبه پیدا کړې، هلته ژوند جوړ شو او له هغه ځایه یو لوی انساني تمدن راپورته شو.
کله چې محمد (ص) او ابوبکر (رض) له مکې څخه یثرب (مدینې) ته هجرت کاوه، په لاره کې په یو غار کې له دښمنانو پټ وو، هغوی هم په دغسې یو امتحان او ازمویښت کې واقع شول. دوی په غار کې وو چې دښمنان یې پر شاوخوا راوڅرخېدل او محاصره یې کړل. له دښمنانو څخه څو کسه د دوی د غار په خوله کې ولاړ وو او ویل یې: دلته دي. ابوبکر (رض) په وېره کې شو چې دښمنانو ونیولو. په همدغه وخت کې پیغمبر (ص) ورته په ډېر ډاډ وفرمایل: (لا تحزن ان الله معنا – مه وېرېږه، الله (ج) زموږ سره دی). د ستر لارښود همدغه ډاډ د هغه ملګری مطمئن کړ چې د کفارو نقشه ماته او د الله (ج) کلمه اوچته ده. (کلمة الذین کفروا السفلی، و کلمة الله هی العلیا. والله عزیز حکیم.)
دلته مې زموږ د چکنور ملاصاحب واقعه را یاده شوه. د غازي ملا امیرمحمد اخند چي په چکنور ملا صاحب مشهور و، کیسه درته کوم. د استقلال د غزا په وار (۱۹۱۹م) د ننګرهار د هزارناو په سیمه کې د پرنگي په مقابل کې د مورچو د کيندلو پر وخت له ملا صاحب سره ډېر لږ کسان وو، گل امیر شینواری (د مشهور صوفي شاعر حـمزه شینواري خسر) چې د ملا صاحب مخلص و، پوښتنه ځینې وکړه چی په دومره لږو کسانو به د پرنگي د لوی لښکر سره څنگه مقابله کوو؟ ملا صاحب مبارک په ډېر متانت، یقین او قوي روحیاتو ورته ومسل او ويې ویل: بـچیه! غم مه کوه. په ډېرو سړیو نه ده، الله تعالی به د دې میدان ټولې ډبرې کفارو ته غازیان کړي. د ملا صاحب پر هغه مبارک آیت یقین و چې ډېر ځله یوې کوچنۍ باایمانه ډلې د بې ایمانو پر یوې لویې ډلې بری موندلی دی. خو په صبر او استقامت. بـېشکه الله پاک د صابرانو مل دی. همداسې وشول؛ سیمې ته د پرنگي د پوځ په رسېدو سره له هرې خوا بـې شمېره غازیان راپـیدا شول. پر پرنگي اول ډز هم ملاصاحب وکړ او د ده له ډز سره غازیانو پر انگرېزي لښکر داسې هجوم وروړ چې هغوی یې ټول تارومار کړل.
هو، که پر دې د یو مسلمان یقین وي‌ چی «ان الله علی کل شی‌ءٍ قدیر – د الله هر شی په وس پوره دي» او یا الله اکبر دی، نو بیا یې پر دې هم باید یقین وي چې د نړۍ هر لوی طاقت د الله (ج) د طاقت پر وړاندې هېڅ دی. هر ظالم او طاغوتي طاقت به د ایمان لرونکو پر وړاندې ژر یا وروسته ماتېږي. اوسنی ناورین به انشاءالله تعالی پر افغانانو تېر شي او متجاوزین به حتماً شرمېدلې ماته خوري. موږ بري ته هیله من یو او په دغه هیله ژوندي یو. نهیلي د مسلمان د ژوند په قاموس کې نشته؛ دا ځکه چې ایمان او یأس (نهیلي) دواړه په مسلمان کې سره نه یو ځای کېږي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه