په ننګرهار کي ۲۵ داعش جنګيالي وژل شوي دي

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۶ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي ، چې دا بريد تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په دغه هوايي بريد کې د داعش وسله والو يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه