هند: که پاکستان له اوربند سرغړونه وکړي سخت ځواب به ورکړو

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۶ مه ۱۳۹۶ ) : د هند د کورینو چارو وزیر راجنات سینګ ویلي، که پاکستان دا ځل له اوربند څخه سرغړونه وکړي، سخت ځواب به ورکړو. سینګ ویلي، هندي پوځیان تیار دی، چې د پاکستان د یوې مرمۍ په بدل کې لس مرمۍ پر دغه هېواد وتوغوي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، هند نه غواړي اول پر دې هېواد برېد وکړي، ځکه هند هغه هېواد دی، چې له ټولو ګاونډیو سره سولیه ییزې اړیکې غواړي، خو پاکستان هڅه کړې ده، چې تل په جامو او کشمیر کې نا ارامۍ رامنځته کړي او زموږ پر پوځیانو بریدونه کوي. راجنات سینک دغه څرګندونې په داسې مهال کې کوي، چې وړمه ورځ پاکستان د راجوري په سیمه کې ۴ هندي سرتېري په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ. هند همدا راز ویلي، چې پاکستاني پوځیانو تېره ورځ د پونچ په سیمه کې له اصلي کرښې پښه اړولې ده او د نښتې په پایله کې یې دوه هندي سرتېري ټپیان کړي دي. هندي امنیتي چارواکي وایي پاکستان په تېر ۲۰۱۷ کال کې ۸۶۰ ځلې اور بند مات کړی دی.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه