د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: د جګړې په ډګر کې د امریکا تګلاره مثبته تمامه شوې ده

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۸مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیوان پرون ددغه هېواد سناتورانو ته په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټرمپ نوې تګلاره ګټوره ده او پر طالبانو یې فشارونه ډېر کړي دي. نوموړي د سناتورانو تر سختو نیوکو وروسته وویل، چې د ټرمپ تګلاره په پوره دقت جوړه شوې ده او وسله والې ډلې به له منځه یوسي. هغه د سناتورانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، د افغانستان د سولې او مذاکراتو دروازه نه ده تړل شوې بلکې یوازې له هغو کسانو سره به مذاکرات نه کېږي، چې دوی جګړې کوي او د کابل د تېرو ورځو خونړیو بریدونو په څېر بریدونه کوي. سالیوان ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره لا هم خلک، بنسټونه او د سیمې هېوادونه کار کوي او د امریکا حکومت د سولې له هڅو ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همدا راز ویلي، چې د جګړې په ډګر کې طالبان ځپل شوي دي او په وروستیو کې سخت مالي او ځاني زیانونه ورته اړول شوي دي. نوموړي زیاته کړې دا هم څرګنده ده، چې ځینې طالبان سوله نه غواړي نو له دوی سره به جګړه کېږي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه