کندهار ښار : درې پوليس په غلچکي بريد کي ووژل سوه

????????????????????????????????????
ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۸ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : په کندهار ښار کي غلچکي بريدګرو درې پوليس په نښه او ووژل .
پيښه نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار ښار د دريمي امنتي حوزې اړوند د فقيربابا په کوڅه کي رامنځ ته سوه ، باوري امنتي سرچيني وايې چي بريدګرو ياد درې پوليس چي دلته په تلاښي بوخت وه په نښه او ويې وژل او وروسته بريدګر په تيښته بريالي سول .
رسمي امنتي ارګانونه په دې اړه معلومات نه ورکوي او نه هم تر دې مهاله د پيښي مسووليت چا په غاړه اخستی دی .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه