د هندوستان هيواد د مرسته سويو غنمو له جوپې زر ټنه کلات ښار ته ورسېدل.

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۸ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د سه شنبې په ورځ د يادو مرسته شوو غنمو د تسليمولو لپاره رسمي مراسم جوړ شوي وه.
دزابل سرپرست والي ښاغلي یارمل د هند له مرستو څخه مننه وکړه او هند ئې د افغانستان ښه ملګری او دوست ياد کړ او زیاته کړه چې هند د افغانستان سره د يوه ښه ملګري او دوست هيواد په توګه همېشه همکاري کړې او د افغانستان حکومت او ملت مننه ورڅخه کوي.
سرپرست والي زیاته کړه چې ټول مرسته سوي غنم زر ټنه کیږي چې په مرکز کلات او ولسوالیو کې به پر لسو زرو غریبو او بې وزلو کورنیو باندې په شفاف ډول وویشل شي.
په مراسمو کې د زابل د سولي شورا ریس غني توخي او قومي مشر مجید خان وویل چي هند د يوه ښه ګاونډي او دوست په توګه نن دغنمو مرسته کړې، چې په خبره ئې د زابلي ولسونو په استازیتوب مننه ورڅخه کوي او تمه لري چي په نورو برخو کي به هم د نورو وختونو په څېر همکاري وکړي.

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه