کندهار : د ژړۍ ولسوالۍ خلکو د ولايت مقام مخي ته احتجاج وکړ

ليکوال Ahmed Lodin

کندهار ورځپاڼه ( ۱۸ مه سلواغه ۱۳۹۶ ) : د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو نن تر غرمې وروسته د ولايت مقام مخته احتجاج وکړ او نيوکه يي کول چي د يادي ولسوالۍ ولسوال د دوی څخه په زور ځمکي اخلي .
دغه کسان وايي، چي له تېرو ۳۵ کلونو راهیسي يې پر یو شمېر دښتي مځکو کرنه کړي، خو اوس يې سیمه ایز چارواکي مخنیوی کوي.
د دوی په وینا، چي سیمه ایز چارواکي ددې مځکو د اجارې غوښتنه ورڅخه کوي، خو دوی يې توان نه لري.
د یادو خلکو غوښتنه داده، چي دا مځکي دي د محمد ظاهرشاه او داود خان د واکمنۍ په څېر دوی ته په مالیاتي سیسټم ورکړي، ځکه کلونه – کلونه يې تصرف پر درلود.
اعتراض کوونکو په ټینګار وویل، چي دښتي مځکي يې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او خودکفا کېدو لپاره کرلي، خو اوس یې مخنیوی کيږي.
د دوی په خبره ځيني داسي کسان هم سته، چي له پاکستانه يې کډي راوړي او دلته يې په برمو او دېوالونو زیات لګښتونه کړي.
په همدې مهال د کندهار د ژېړۍ ولسوال ياد کسان د دولتي ځمکو غاصبين بولي او وايي ، چي ياد کسان نه ځمکي خوشي کوي او نه هم د اجارې قانوني اصولو ته غاړه ږدي .
د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال سید جمال اغا زیاتوي، چي په ژړۍ ولسوالۍ کي تر اويا زره جريبه زياته ځمکه غصب سوې وه او تر نيمايي ډيره بيرته له غصبه خلاصه سوې ده او د پاتي ځمکي د خلاصيدو لړۍ روانه ده .
نوموړي وويل ، که دا خلک د اجارې قانوني مراحلو ته غاړه کښيږدي نو په قانوني چوکاټ کي په اجاره ورکول کيږي .
ژړۍ د کندهار لويديځه ولسوالي ده چي زياته سيمه يي دښتي او زراعتي برخه ده .

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه